فراه ولایت کې له ۲۷۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه
د فراه ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت مرکز کې غلامان سیمي ته ولاړ او ۲۷۰۲ جریبه ځمکه يې امارتي عامه مرعی تثبیت کړه.
په یاده ځمکه کې کرنیزې ځمکې او دښته شامله ده چې د هغې کرنیزې ځمکې باندې یو څه آبادي هم شوې ده. یاده هیئت په دغې سیمه کې تصرفات او ودانیز کارونه منع کړل.
په همدې حال کې، د میدان وردک ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې له کرنې ریاست څخه د ترلاسه شوو لیکوونو د غاصبینو د بشپړ شهرت، د ځمکو کادستري معلومات، موقعیت، نوعیت او د هغې د اندازې په تړاو د معلومات جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
دغې ناسته کې، د مرکزي کمېسیون او حج او اوقافو د لکیوونو په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې ټولو ادارو ته د اداري اصلاحاتو پروژې په اړه استعلام واستول شي.
دغه راز پریکړه وشوه چې راتلونکې ورځ په دشت توپ کې د حج او اوقافو غصب شوې ځمکې څخه لیدنه وشي.
یاده ناسته کې هم پریکړه وشوه چې هره اداره چې د ځمکې د غصب په اړه لیکوونه هیئت ته استوي، د هغې په اړه بشپړ معلومات هم په لیک کې درج کړي.