غور ولایت کې څه دپاسه ۶ جریبه ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۳:۵۶
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په ۱ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت هم له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه.

په دغې ناسته کې په نور کوه کې د ۵۱ زره او ۴۸۰ جریبه د عامه څړځای ځمکې دوسیه چې د بادګاه کلي د څو تنو اوسیدونکو تر دعوا لاندې ده، بررسي شوه او تصمیم ونیول شو چې یاد هيئت مدعی بها ساحې ته سفر وکړي.

په همدې توګه هیئت له غوڼدې څخه وروسته دولتیار ولسوالۍ ته لاړ او د یادې ولسوالۍ په ګرمابک لکه مزار کې د ۶.۱۲ جریبه اوبه درلودونکې امارتي ځمکې د تثبیت او استرداد په برخه کې چې د یادې ساحې دوه تنو اوسیدونکو په تصرف کې وه او دغه راز د یادې ولسوالۍ د تایمني بازار په شمال کې د ۴۱.۸ جریبه نورې اوبه درلودونکې امارتي ځمکې د تثبیت او بررسۍ  په برخه کې چې د یو بل شخص په تصرف کې وه لازم اقدامات ترسره کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS