عریضه لیکونکو لپاره د عریضه لیکنې د چاپ شوو پاڼو د ویش په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کابل ښار ټولو عریضه لیکونکو او امارتي ادارو ته خبر ورکوي چې له مالیې وزارت سره د یاد وزارت د هوکړې له مخې، د عریضه لیکنې د چاپ شوو پاڼو د ویش لړۍ د کابل مستوفیت له ریاست څخه د عدلیې وزارت ته لېږدول شوې ده.

له همدې امله، د کابل ښار عریضه لیکونکي کولای شي د خپل د اړتیا وړ چاپ شوې عریضې، هره ورځ په رسمي ساعتونو کې د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان ماڼۍ په لویدیځ کې د عدلیې وزارت د معاملاتو او عریضه لیکونکو چارو له ریاست څخه ترلاسه کړي. د چاپي عریضو ترلاسه کولو په موخه عدلیې وزارت ته د مراجعې پر مهال د عریضه لیکنې د فعالیت اصلي جواز درلودل حتمي دي.

نوې عریضې د عدليې وزارت په ځانګړي مهر سره چاپ شوي دي او د کابل مستوفیت د ریاست په مهر سره پخوانۍ عریضې چې عریضه لیکونکو ته ورکړل شوې وې، وروسته له دې د اعتبار وړ نه دي او له سرغړونکو سره به اصولي چلند وشي.

د یادونې وړ ده چې پورتني بدلونونه اوس مهال یوازې په مرکز کې دي او عریضه لیکونکي کولای شي په ولایتونو کې خپلو چارو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements