عدليې وزارت ته د دارالوکالو د پتې وړاندې کولو د اړتیا په تړاو د یاد وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

د هیواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کیږي چې یاد وکیلان مکلف دي، د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې له درویشتمې مادې سره سم د خپلو دارالوکالو  پته/ د فعالیت ځای، عدليې وزارت ته وړاندې کړي.

له دې امله د هیواد په کچه له ټولو مدافع وکیلانو څخه غوښتنه کیږي چې د روان کال د غبرګولي د میاشتې له پیل څخه تر ۱۰ نېټې د لاندنیو معلوماتو په پام کې نیولو سره د خپل دارالوکالو پته او یا د فعالیت ځای په مستقیم ډول او یا هم دغې خبرتیا کې د یادې شوې وتس اپ شمېرې له لارې د مدافع وکیلانو ریاست ته وړاندې کړې؛ په غیر د دغه صورت کې، له هغو مدافع وکیلانو سره چې د خپلو دارالوکالو پته او یاد د خپل د فعالیت ځای وړاندې کړی نه وي ، قانوني چلند صورت مومي.

د اړتیا وړ معلومات:

۱: د دارالوکالې نوم

۲: د جواز لیک ګڼه

د دارالوکالو او د فعالیت د ځای د پتې په اړه له لاندنیو معلوماتو سره سم معلومات وړاندې شي:

۱: اړوند ولایت

۲: ناحیه:                   

۳:  ساحه یا موقعیت:                

۴: د هغې ودانۍ نوم چې دارالوکاله په کې وي:                              

۵: د هغه دوکان یا بلاک شمېره چې دارالوکاله په کې ده:             

۶:   د سوداګریز مرکز نوم او داسې نور ...

د وتس اپ شمېره: ۰۷۷۴۱۴۳۶۱۹

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements