عدليې وزارت او د حمیده برمکي موسسې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۷:۵۰
.

عدليې وزارت او د قانون د واکمنۍ لپاره د حمیده برمکي موسسې د عدليې وزارت د حقوقي سلا ورکونې مرکز د پیاوړتیا په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه لیک د سې شنبې ورځې د زمري په ۱۲ مه د عدليې وزارت د مالي او اداري معین ګل محمد ګلزي او د قانون د واکمنۍ لپاره د حمیده برمکي موسسې اجرايي رئیس سید حمید ضیا له لوري لاسلیک شو.

ښاغلي ګلزي عدليې وزارت سره  د دې موسسې له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې عدليې وزارت له هغو موسسو سره  همکارویو ته چمتو دی چې رښتینې او خلکو ته د خدمت په موخه کار کوي. هغه هیله يې څرګنده کړه چې د دواړو بنسټونو ترمنځ به همکاري دوام مومي.

.

ښاغلي ضیا وویل چې د حمیده برمکي موسسې له ډیرو مودو څخه را هیسې عدليې وزارت سره همکاري لري او دغه همکاري به دوام مومي.

د دغه هوکړه لیک پربنسټ د حمیده برمکي موسسې عدليې وزارت سره د ګرځنده حقوقي سلاورکونې مرکز د برابرولو او پیاوړتیا په لاره کې مالي او تخنیکي همکاري کوي او د دې برخې د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په منظور به ښوونېزې برنامې جوړوې.

عدليې وزارت هم په دغه هوکړه لیک کې د درج شویو فعالیتونو د پلي کولو زمینه برابروي او د فعالیتون له جریان څخه څارنه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS