سمنګان ولایت کې څه دپاسه ۳۸۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۰:۴۳
.

د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۵هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز اړوند د رباطک کلي بازارک ساحه بررسي کړه او دغې ساحه کې د بررسۍ لاندې ۴۴۰ جریبه ځمکې له مجموعې څخه د هغې  ۳۸۰.۲۶ جریبه امارتي تثبیت کړه.

په یادې ساحه کې یو شمیر افرادو او اشخاصو د امارتي کادستر پر ټوټو د تیلو ټانک، رستورانت، دوکانونه او د مخابراتي شبکې یوه پایه آنتن په غیر قانوني ډول جوړ او په کرایه ورکړې دي.

تخنیکي هیئت د سمنګان ولایت د کرنې او اوبو لګولو ریاست ته لارښوونه وکړه چې د هغو د کرایې پاڼې ترتیب او د بیې ټاکلو پلاوي له خوا د ساحې د بیې تثبیت څخه وروسته په اجاره ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS