سمنګان ولایت کې له ۲۸۰۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۰:۳۳
.

د سمنګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت په تېرو لسو ورځو کې ۲۸۴۹۷.۴۹ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه. دغه راز یاد هیئت ۲۳۳۶۸.۱۱ جریبه نوره ځمکه تر بررسۍ لاندې نیولې ده.

دغه راز یاد هیئت،د ۷۴ جریبه ځمکې ودانیز تاسیسات چې کلونه مخکې د محکمې په حکم امارتي تثبیت شوې وه، د کمېسیون د رییس د لارښوونې پر اساس ویجاړ کړل.

.

په همدې حال کې، د نورستان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت مندول ولسوالۍ ته سفر وکړ او ددغې ولسوالۍ له ولسوال سره یې وکتل.

 یاد هیئت د ځمکې د غصب او اړوندې مقررې په اړه یې د مندول له ولسوال سره خبرې وکړې او له هغه څخه يې د همکارۍ او د غصب شوو ځمکو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه. د مندول ولسوال له هیئت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه راز یاد شوي هیئت د مندول ولسوالۍ په مقر کې ۶ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه. یاده ځمکه د خلکو لخوا وقف شوې وه خو د امارت په تصرف کې نه وه. هیئت هغه له خلکو څخه واخیستله او ددغې ولسوالۍ ولسوال ته یې وسپارله.

.

پر دې سربېره، د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې ددغه ولایت په مرکز کې د وچ جر مغصوبه ځمکې په اړه بحث وشو او یاده برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز یاده ناسته کې، د سیګۍ دښتې د هغو ځمکو په اړه چې مخکې امارتي تثبیت شوې وې او هم دغې برخه کې ساحې ته د ټیم پر استولو بحث وشو. یاد ټیم په یاده ساحه کې د ۷۴.۴۹ جریبه ځمکې د غاصبینو مشخصات واخیستل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS