د یوې میاشت په ترڅ کې د رسمي سندونو له تصدیق څخه څه د پاسه ۱ میلیونو او ۲۵۰ زره افغانۍ عواید راټولول

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۹:۳۳

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست د ۱۴۰۲ هـ.ل کال په ثور میاشت کې د زرګونو تنو مراجعینو رسمي سندونه تصدیق کړي او د رسمي سندونو د ژباړې د حق التصدیق او د دارالترجمو د ژباړونکو د اجازه لیکونو د صدور له درکه ۱ میلیونو ۲۵۸ زره ۸۳۰ افغانۍ عواید د بانکي سیستم له لارې راټول  کړي او د اسلامي امارت خزانې ته تحویل کړې دي.

یاد شوي عواید په مرکزي آمریت او د کندهار، بلخ، کندز، ننګرهار، خوست، پکتیا، نیمروز، هرات او د بدخشان د ولایتونو په نمایندګیو کې د ۷ زره او ۹۵ رسمي سندونو د حق التصدیق او د دارالترجمو د ژباړونکو د اجازه لیکونو د صدور له درکه راټول شوي دي.

په تصدیق شویو سندونو کې د تابعیت تذکرې، زېږون کارت، نکاح خط، زوجیت خط، طلاق خط، مجرد خط، ډول ډول جوازونه او نور رسمي سندونو او وثیقې شاملې دي چې د سند له اصل سره له مطابقت څخه وروسته تصدیق او غیر اصولي سندونه یې  پېژندل شوي او ضبط شوي دي. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS