د کورونیو چارو وزارت له پلاوي سره د عدلیې وزارت د مسلکي معین کتنه

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۳:۳۰
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ صاحب عبدالکریم حیدر د ذوالقعدې په ۷ نېټه د دوشنبې په ورځ د کورونیو چارو وزارت د محافظت قطعې له قوماندان مولوي صاحب محمود او ملګري پلاوي سره یې د عدلیې وزارت په مقر کې وکتل او خبري یې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د عدليې وزارت د امنیتي ساتونکو او د هغوی د تشکیل په اړه خبرې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت د محافظت قطعې قوماندان او ملګري  پلاوي یې په دې کتنه کې د محافظت قطعې، د ۱۴۰۱ کال د تشکیل او د دغه تشکیل د تطبیق په برخه کې د جلب او جذب د لوی قومندانۍ او د پیژنتون ریاست په واسطه د ترسره شویو اجراآتو په اړه د عدلیې وزارت معین ته معلومات ورکړل.

720

د کورنیو چارو وزارت د محافظت قطعې قوماندان د عدلیې وزارت د ساتونکو د تشکیل په برخه کې هم معلومات ورکړل او ويې ویل د عدلیې وزارت د ساتنې لپاره ۳۴ تنه امنیتي منسوبین په پام کې نیول شوي دې چې یو قوماندان، یو مرستیال، ۳ ډلګی مشران او ۲۹ تنه امنیتی ساتونکي پکې شامل دي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS