د کورونو د کرايې د کنټرول د ګډې کمېټې ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۵۸
.

 د کورونو د کرايې د کنټرول د ګډې کمیټې ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د کور او ښار جوړولو وزارت، د کابل ښاروالۍ، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست او نورو  اړوندو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د کابل ښار په کچه د ساحوي نظارت د پنځو ګونو ټیمونو راپورونه وړاندې شوو او موجودې ننګونې او د حل لارې‌چارې یې بررسي شوې.

کميټې په یاده ناسته کې پرېکړه وکړه چې د استوګنیځو کورونو د کرایې له څرنګوالي د نظارت پروسه دې دوام ومومي او د کابل ښار ټولې ناحیې په جدي او دقیق ډول نظارت کړل شي او د هر راز سرغړونې مخه دې ونیول شي.

همداراز په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د جایدادونو کرایه‌نیونکي له دې وروسته کولای شي د کرایې د نرخ له لوړوالي څخه په اړوندو امنیتي حوزو کې رسماً شکایت وکړي او په هغه صورت کې چې په امنیتي حوزه کې موضوع حل نه‌شي، اړونده حوزه دې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ته راجع کړي.

کمیټې ټینګار وکړ چې د ساحوي نظارت ټیمونه دې د ګذر وکیلانو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو په همکارۍ، کرایي استوګنځایونو ته ولاړ شي او په مستقیم ډول دې له کرایه‌نیونکو څخه د کورونو د حقیقي کرایي مبلغ پوښتنه وکړي او په سټه کې له درج شوي مبلغ سره د توپیر په صورت کې، قانوني اقدامات ترسره کړي.

په دې ناسته کې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمیټې یوځل بیا ټینګار وکړ چې د کرایي، بیع وفا او د پلور قراردادونه په جعلي او په خپل‌سر جوړو شویو سټو او سپین کاغذ کې ممنوع دي او په هغه صورت کې چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه له جعلي، په خپل سر جوړو شویو سټو او یا سپینو پاڼو څخه استفاده وکړي، تړل کیږي او مسؤولین یې اړوندو ادارو ته ورپېژندل کېږي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS