د کنړ ولایت عدليې ریاست د یاد ریاست د ۱۴۰۱ مالي کال د اجراآتو راپور وړاندې کړ

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۱۰:۳۸
.

د کنړ ولایت عدلیې ریاست د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۱۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هغې ناستې په ترڅ کې چې د یاد ولایت په مقام کې د امارتي ادارو د حساب ورکوونې په منظور جوړه شوې  وه، د یاد ریاست د ۱۴۰۱ مالي کال د فعالیتونو او اجراآتو راپور د دغه ولایت مقام ته وړاندې کړ.

په دغې ناسته کې چې د دغه ولایت د مقام د لارښوونې پر اساس جوړه شوې وه، ټولو امارتي ادارو د ۱۴۰۱ مالي کال د خپل د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.

په یاده ناسته کې، د کنړ ولایت د عدلیې رئیس مفتي عبدالستار حماس هم د یاد ریاست د ۱۴۰۱ مالي کال د فعالیتونو او لاسته راړونو راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې دغه ریاست د حقیقي او حکمي اشخاصو د حقونو ترلاسه کولو په برخه کې ۲۹۴۱ عریضې بررسۍ کړې چې د یادو عریضو یو شمېر یې اصلاح او یو شمېر نورې یې د محکمې له حکم څخه وروسته تطبیق کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد ریاست په همدې توګه د امارت د قضایاو په برخه کې د امارتي ادارو منقول او غیر منقول ملکیتونو څخه دفاع کړې او هغه یې له غاصبینو څخه آزاده او حکومت ته یې سپارلې دي.

دغه راز د کنړ ولایت د عدليې رئیس وویل چې دغه ریاست د ۱۰۲ تنو بې وزله اشخاصو له حقونو څخه په وړیا ډول د محکمو پر وړاندې دفاع کړې او ۲۱۰۹ تنو ته یې حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی. دغه راز نوموړي زیاته کړه چې یاد ریاست ۶۸ تنو ته د عریضې د لیکنې او ۶ تنو نورو ته د معاملو د لارښوونې جواز لیکوونه ویشلي دي او ۹۹۱۰۸ افغانۍ عواید یې راټول او د اسلامي امارت خزانې ته یې تحویلې کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS