د کنړ او نورستان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو او عملي کارونو ترسره کیدل
د نورستان او کنړ ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو، د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې خپل ناستې جوړې کړې او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي کارونو ترسره کړل.
د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت په ناسته کې د دغه هیئت د تېرې اوونۍ کاري راپور وړاندې شو او یاد هیئت له مشرانو سره ددغه هیئت د ناستې پلان هم جوړ کړ. دغه راز یاد هیئت په دغه ولایت کې د ځمکو په اړه هم بحث او خبرې وشوې او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول.
په همدې حال کې د کنړ ولایت تخنیکي هیئت د مخکنۍ غونډې د پریکړې پر اساس د یاد ولایت په مرکز کې د نوآباد کلي اړوند لچګلۍ ساحې ته ولاړ او د ۹۶۴ ګڼې کادستري قطعې اړوند یو اندازه ځمکه یې په ساحه کې عملاً تطبیق کړه.
دغه راز یاد هیئت ددغې قطعې په داخل کې د غصب شویو ځمکو مساحت، کروکي، ډول او حدود تشخیص او تفکیک کړل او د هغو غاصبینو شهرت یې په جدول کې درج کړ.