د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ښارګوټې جوړولو په اړه ناسته کې د عدلیې د رییس ګډون

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۱۳:۴۰
.

د کندهار ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي نوراغا هاشمي د ربیع الثاني میاشت په ۱۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ښارګوټې جوړولو په اړه جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ.

په دغې ناسته کې د کندهار د والي مرستیال الحاج مولوي حیات الله مبارک په مشرۍ د دغه ولایت د مقام په مقر کې جوړه شوه، د ښار جوړولو رییس، د کرنې او اوبولګولو رییس، د صنعت او سوداګرۍ رییس او یو شمېر نورو رییسانو او د سیمه ییزو ادارو مسوولینو حضور درلود.

په دغې ناسته کې د کندهار د والي مرستیال د موضوع په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل چې یو سوداګر غواړي د یادې ولسوالۍ په زر جریبه دولتي ځمکه کې یو ښارګوټی جوړ کړي او د دغې ناستې او د کمېټې رامنځ ته کولو موخه د یادې موضوع څېړل دي.

.

وروسته د ناستې ګډونوالو د موضوع په اړه بحث او نظرونه سره تبادل کړل او ویې ویل چې د ښارګوټي جوړېدلو سره په دغې ولسوالۍ کې خلکو ته د کار رامنځ ته کولو، د ځمکو له غصب څخه د ساتلو، د کورونو د بیې د کنټرول، د ښار د ودې او د نورو اسانتیاو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.

د دغې ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې په دغه دلیل سره چې یاده شوې سېمه د دامان ولسوالۍ د قول اردو او هوایې ډګر ته څېرمه موقعیت لري، د دغو داوړو ادارو نظر هم باید واخیستل شي. دغه راز هغه سوداګر چې غواړي ښارګوټی جوړ کړي باید ټول شرطونه پوره کړي او د جوړولو او ودانولو چارې بې له کوم خنډ او ځنډ څخه مخ ته یوسي او خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۴۳
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۸
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۷۴ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د نهر‌شاهي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۶مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۱. . .

BACK TO NEWS