د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو غصب شویو ځمکو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې او دغو برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
په دغې ناسته کې، د ۱۴ ناحيې اړوندو ساحو کې د غصب شویو ځمکو او په دوه یمې ناحیه کې د ښاروالۍ د ملکیت د بررسۍ او په لسمې، اوومې، اتمې او نهمې ناحیو کې د امارتي ملکیتونو د څلور دیوالۍ موضوع چې خلک پر دغو ځمکو د تاسیساتو جوړولو اجازه غواړي، بحث او بررسي وشوه.
دغه راز په یاده ناسته کې د عربو په کلا کې د ښوونځي د یو قطعه ځمکې په اړه چې د یو شخص لخوا غصب شوي، بحث او بررسي وشوه.
تخنیکي هیئت له ناستې څخه وروسته، د عینو مینې د ښارګوټي له خدماتي چارو څخه هم لیدنه وکړه او په دغه ښارګوټي کې یې د افکو کمپنۍ د روانو کارونو قدرداني وکړه. هیئت د سوداګرو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو یې ټینګار وکړ. سوداګرو هم تخنیکي هیئت ته په خپلو کارونو کې د اخلاص او صداقت څخه ډاډ ورکړ.
