د کندهار ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۱:۳۴
.

 د کندهار ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې پیل شوې وه او شپږ ورځ یې دوام وکړ د شعبان د مياشتې په ۱۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

په دې زده کړييزه برنامه کې چې د کندهار ولايت په عدليې رياست کې ترسره شوه، د یاد ریاست ۲۶ تنو مسلکي کارکوونکو ګډون درلود او په ترڅ کې یې د دعویٰ لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شوې.

د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه د ربیع‌الاول د میاشتې په ۲۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د رئیسانو او کارکوونکو او د ملکي خدمتونو انستیتوت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځم. . .

BACK TO NEWS