د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۲:۲۴

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د سرپرست (د عدلیې رئیس) او غړو په حضور سره جوړه شوه او د لاله میدلان ساحې ۱۵ جریبه او ۱۴ بسوې ځمکې دوسیه چې وړاندې امارتي تثبیت او استرداد له پاره چمتو شوې وه، په کې بررسي شوه.

دغه راز په دغې ناسته کې د علي آباد ولسوالۍ پل خشتې ساحې ۳۱ جریبه ځمکې دوسیه او د یادې ولسوالۍ د قزل سای ساحې د ۱ جریبه او ۵ بسوې ځمکې دوسیه د دعوا د لورو او متصرفینو په حضور کې بررسي شوې.

یاد شوې ساحې له لکیل شوي اقرارلیک څخه وروسته، د هغې له متصرفینو څخه استرداد شوه او د اجارې ورکولو په اړه يې لازمې لارښوونې صادر شوې یوه بله دوسیه هم بررسي شوه او د ځینو نیمګړتیاو له کبله راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS