د کنتیوا نوې ولسوالۍ له قومي شورا سره د نورستان ولایت د تخنيکي هیئت کتنه
د نورستان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د کنتیوا نوې ولسوالۍ له قومې شورا سره وکتل.
یاد شوي هیئت د یادې شورا له حضور او همکارۍ څخه مننه وکړه او د ځمکې د غصب د مخنیوي مقرره يې هغوی ته معرفي کړه.
دغه هیئت له یادې قومي شورا څخه وغوښتل چې د غاصبینو د معرفي کیدلو په برخه کې له دغه هیئت سره همکاري وکړه.
یادې قومي شورا له تخنیکي هیئت او اسلامي امارت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
