د کاپیسا ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د یاد ولایت د عدلیې رئیس کتنه
د کاپیسا ولایت د عدلیې رئیس قاري شکر الله احمد او د یاد ریاست د حقوقي مساعدتونو آمر د ربیع الاول د میاشتې په ۸ نېټې د شنبې په ورځ د یاد ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د عدلیې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.
په دغې کتنه کې، د مدافع وکیلانو د مقاولاتو او عوایدو د ثبت د کتاب، له محکمو سره د مدافع وکیلانو د ستونزو او ننګونو، په جنايي قضیو کې د مدافع وکیل د درلودلو حق د پوهاوي او د مدافع وکیلانو د نورو ستونزو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.
د کاپیسا ولایت د عدلیې رئیس د دغه ولایت له مدافع وکیلانو څخه وغوښتل چې له مراجعینو سره ښه چلند ولري او د یوبل د تخریب په لټه کې و نه اوسي. نوموړي د دغه ولایت له مدافع وکیلانو سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.