د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د جمادیالثاني د مياشتې په ۱۲ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د کاپیسا ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
