د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ د توقیف خانې مسؤولینو، منسوبینو او محبوسینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د جمادي الاول میاشتې په ۲۲ نېټې د چهارشنبې په ورځ د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ په توقیف خانې کې مسؤلینو، منسوبینو او توقیف شویو محبوسینو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.
په دغې برنامې کې د توقیف خانې د آمریت او د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت او د دغې توقیف خانې ۲۲ تنو مسؤلینو او محبوسینو ګډون درلود او د تورنو او شکمنو د حقوقو، له وارد شوي تور څخه د خبریدو، په پاڼو کې د لیکنې او لاسلیک څخه د ډډې کولو، د اهل خبره د صلاحیت رد، د څېړنې پر نیمګړتیاو د اعتراض او د تحقیق څارنوال یا مستنطق د رد حق، د اتهام نامې او د دعوا صورت یو نقل د درلودلو، د دفاعیې د ترتیب حق، د مدافع وکیل د نیولو حق او د نورو مواردو په اړه پوهاوی ترلاسه کړ.
د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ د توقیف خانې آمریت مسؤولینو او منسوبینو د یادې برنامې له جوړونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو د جوړیدلو غوښتنه وکړه.