د کاپيسا ولایت له عدلیې رياست څخه د ياد ولایت د البیروني پوهنتون د ښوونکو او محصلينو کتنه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۱:۲۰
.

د کاپیسا ولایت د البيروني پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ښوونکو او ۲۶ تنو  محصلينو د عملي زده کړو په موخه د روژي د میاشتې په ۷ مه نیټه د یکشنبې په ورځ د کاپیسا ولایت له عدلیې ریاست څخه ليدنه وکړه.

په دغې کتنه کې د کاپيسا د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد، د ياد رياست کارمندانو او د پوهنتون ښوونکو او محصلينو ګډون درلود او د عدلیه ریاست مسؤولینو په کې د یاد ریاست دندو، واکونو او نورو بېلابېلو برخو په اړه معلومات وړاندې کړل.

همداراز د عملي زده کړو لپاره محصلين په جلا ګروپونو وویشل شول او د رياست کارمندانو له دوی سره مسلکي معلومات او خپلې تجربې شريکې کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS