د کارموندنې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د مالي او اداري ریاست اړوند د (نلدوان) یو بست له ۱۴۰۴/۶/۲۹ څخه تر ۱۴۰۴/۷/۸ هـ . ش نېټې پورې چې د ۱۴۴۷/۳/۲۷ تر ۱۴۴۷/۴/۷ هـ . ق سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې عنوان: نلدوان
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: مالي او اداري ریاست
ګزاش وړاندې کوونکی: د ساتنې او مراقبت مدیر
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
د دندې موخه: د وزارت د ودانۍ اړوند د اوبو رسولو د شبکې، د اوبو رسولو برخې واټر پمپونو او د اوبو زېرمو د مراقبت او کنترول.
اساسي دندې:
-
- د اوبو رسولو برخې د اوبو رسولو سیستم او د اوبو پمپونه فعال ساتل؛
- د تشنابونو او د فاضلابو د نلونو، پایپونو، نلکۍ او د اوبو رسولو نورو تجهیزاتو نصب، ترمیم او مراقبت؛
- د خرابو تجهیزاتو لکه د اوبو نلکۍ، فلاش ټانک، پایپ او د تشناب او آشپزخانې نلدواني ترمیم یا تعویض کول؛
- د وزارت په انګړ کې د ګلانو او شنو ساحو د خړوبولو لپاره د واټر پمپونو نصب او د اوبو رسولو شبکو تمدید؛
- د اوبو رسولو شبکې او د سپتیک څاګانو کنترول او مراقبت؛
- په مناسب ډول د کاري وسایلو ساتنه او د نویو وسایلو ته د اړتیا په هکله د راپور ورکول؛
- د مستقیم آمر او ذیصلاح آمرینو د خبرولو په موخه د اړوندو اجراآتو په اړه شفاهي راپور ورکول؛
- د نورو دندو ترسره کول چې د اړوندې څانګې آمر لخوا ورسپارل؛
د استخدام شرایط:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونهاوسي.
تحصیلي سویه:
له فني یا حرفوي زدهکړه ییزو مرکزونه د فراغت سند لرل.
کاري تجربه:
په اړونده برخه کې تجربه یا مهارت لرل.
لازم مهارتونه:
- د اړوند فن یا حرفې مطابق د دندو ترسره کولو وړتیا؛
- په یوې رسمي (دري او پښتو) ژبو تسلط؛
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.