د کارموندنې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د مالي او اداري ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ د خدماتو د انسجام آمریت اړوند (د اداري ماشین آلاتو او معلوماتي تکنالوژۍ متخصص) د څلورمې رتبې یو بست له ۱۴۰۴/۴/۱ څخه تر ۱۴۰۴/۴/۱۱ هـ . ش نېټې پورې چې د ۱۴۴۶/۱۲/۲۵ تر ۱۴۴۷/۱/۵ هـ . ق سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د اداري ماشین آلاتو او معلوماتي تکنالوژۍ متخصص
بست: (۴)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: مالي او اداري ریاست
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
راپور ورکوونکی: د معلوماتي ټکنالوژۍ د خدماتو د انسجام آمر
د دندې موخه: د وزارت په کچه د معلوماتي تکنالوژۍ د اداري ماشین آلاتو د ګټې اخیستنې ارزونه او څارنه، د هغو له تخریب څخه د مخنیوي په موخه د مناسب طرزالعمل چمتو کول او له هغو څخه د استفادې د څرنګوالي ستندرد کول.
د استخدام شرطونه:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونهاوسي.
تحصیلي څانګه: لږ تر لږه د کمپیوټرساینس په څانګه کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل او لوړې تحصیلې درجې ته لومړیتوب ورکول کېږي، چې د لوړو زدهکړو محترم وزارت لخوا تائید شوي اوسي.
کاري تجربه:
- لږ تر لږه یو کال.
مهارت های لازم:
- په یوې رسمي ملي ژبه (پښتو یا دري) تسلط.
- د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.