د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۳:۲۵
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت لوړو موخو ته د رسیدلو، کار اهل د کار د سپارلو په موخه د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام په منظور د خپرونو او عامه اړیکو ریاست، (د عدالت مجلي کمپیوټرکار) د شپږمې رتبې یو بست له ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ تر ۱۴۰۳/۱۱/۷ هـ . ش مطابق ۱۴۴۶/۷/۱۴ تر ۱۴۴۶/۷/۲۵ هـ . ق نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د عدالت مجلې کمپیوټرکار
بست: (۶)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د خپرونو او عامه اړیکو ریاست

د پست موقعیت:  کابل

د پست شمېر: ۱

راپور ورکول: د عدالت عمومي مدیریت ته

د دندې موخه: د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او له اړوندو نافذه تقنیني سندونو سره سم د عدالت مجلې د مقالو او مضامینو ټایپ او تصحیح کول.

دندې او مسؤولیتونه:

اساسي دندې:

  • د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو لپاره د عمومي پلان په مطابقت کې د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  • په ټاکل شوي وخت په عدالت مجله کې د ټولو مطالبو، مقالو او د خپرولو وړ نورو موضوعات ټایپ؛
  • د مصحح په واسطه له تصحیح څخه وروسته په کمپیوټر کې د ټایپ شوو مطالبو ټایپ او تصحیح؛
  • د اجراآتو معیین آرشیف درلودل او د ساتنې په موخه په سې‌ډي کې د وروستي شویو مطالبو او مقالو ثبتول؛
  • د اړونده برخې د لیکونو، وړاندیزونو او نورو سندونو کمپیوټر او تصحیح؛
  • د ادارې د رهبرۍ د خبرولو په موخه د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
  • د تقنیني سندونو، لایحو، پالیسۍ او د ادارې د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛
  • د ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو تأمین؛

د استخدام شرطونه:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونه‌اوسي.

سویه تحصیلی :

  • لږ تر لږه د بلکوریا او یا په دې معادل له داخلي یا له هېواد څخه بهر له دیني مدرسو څخه د تحصیلي سند درلودل چې د پوهنې وزارت له خوا تایید شوی اوسي، لوړې تحصیلې درجې ته لومړیتوب ورکول کېږي

کاري تجربه:

  • اړتیا نه لري.

لازم مهارتونه:

  • په یوې رسمي ملي (پښتو یا دري) ژبه تسلط.
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies