د کارموندنې خبرتیا
![.](/sites/default/files/2024-06/4_0.jpeg)
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام له پاره د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو له فعالیت څخه د نظارت د بورد غړي (څلورم رتبه) دوه بستونه د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۳/۳/۱۷ تر ۱۴۰۳/۴/۳هـ . ل اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو له فعالیت څخه د نظارت د بورد غړی
بست: (۴)
وزارت یا اداره: عدلیې وزارت
د پست موقعیت: کابل
اړونده برخه: د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو ریاست
د بست شمېر: (۲) بستونه
راپور ورکول: د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو له فعالیت څخه د نظارت آمر
د دندې موخه: د اړوندو نافذ شویو اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، کړنلارو او تقنیني سندونه په مطابقت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د فعالیتونو له څرنګوالي څخه نظارت.
دندې او مسوولیتونه:
اساسي دندې:
- د اړوند ډیټابېس له مخې په عدليې وزارت کې د ثبت شویو ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د شمېر تشخیص او د موقعیت تثبیت په موخه د بشپړ لیست ترتیب کول.
- وخت په وخت په عدلیې وزارت کې د ثبت شویو ټولنو او ټولنیزو بنسټونو له دفترونو څخه نظارت.
- د نافذ شویو تقنیني سندونو د حکمونو او اړوندې اساسنامې په مطابقت د ټولنو او ټولنیزو بسنټونو د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي په منظور د فعالیتونو له څرنګوالي څخه نظارت او بررسي.
- پرته له جواز او د مودې پوره شوي جواز د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو دفترونو تشخیص او تړل.
- د نافذ شویو تقنیني سندونو د حکمونو او اړوندې اساسنامې په مطابقت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د فعالیتونو د راپور بررسي.
مدیریتي دندې:
- د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب؛
- د مسلکي مشورو وړاندې کول او د اړوندې ادارې د موخو او پروګرام تحقق په هکله د تصمیم نیول
- د ادارې د مشرتابه د خبرولو په غرض د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ضرورت په مهال د میاشتني، ربعوار او کلنی راپور وړاندې کول؛
- له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛
د همغږۍ دندې:
- د ورسپارل شویو چارو پرخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو تامین
د ګمارنې شرطونه (د تحصیل او کاري تجربې کچه):
۱. د افغانستان تابعیت ولري.
۲. عمر یې له (۱۸) کالو کم او له (۶۴) زیات نه وي.
تحصیلي سویه:
تحصیلي څانګه: لږ تر لږه په اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوقو، اداره او عامه پالیسي، ټولنیزو علوم، دولتی مدیریت، ارتباطات، د سوداګرۍ اداره، عمومي مدیریت او ادبیاتو څانګو کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل پورته یادو شوو څانګو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
کاري تجربه:
- د دندې اړوند لږ تر لږه یو کال کاري تجربه درلودل.
لازم مهارتونه:
- د اړوندې برخې لارښوونې او کنترول وړتیا
- د اړوند ادارې/ وزارت د پالیسۍ د طرحې او تعین قابلیت
- د هیواد په یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) تسلط او د انګلیسي ژبې (لکیل او تکلم) سره بلدتیا.
- د دندې اړوند د کمپیوټري برنامو مهارتونو سره بلدتیا.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.