د کابل ښار په دوه یمه ناحيه کې د ۳۴ دارالوکالو نظارت او بررسي
د عدليې وزارت د مدافع وکيلانو د رياست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوه یمه ناحيه کې ۳۴ دارالوکالې نظارت او بررسي کړې.
ياد پلاوي د دغه نظارت او بررسۍ په پايله کې چې د شعبان د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د يکشنبې په ورځ ترسره شوه، د دارالوکالو نيمګړتياوې مشخصې شوې او د حل په موخه یې متصديانو ته لازمې لارښوونې وشوې.