د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۴۲
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الاول د مياشتې په ۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شو او په ترڅ کې یې ۱۷ دارالوکالې د نظارتي پلاوي لخوا بررسي شوې چې په ترڅ کې یې یوه دارالوکاله د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوه.
همدارنګه نظارتي پلاوي پاتې نورو دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل په برخه کې یې د هغو متصديانو ته  لازمې توصيې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۲۲
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۱۰۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰۱ دفترونو او یو شمېر استوګنیزو بلاکونو څخه نظارت ترسره کړی.

په دې نظارت کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سرو زرو ۷ پلورنځي د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل

 د غزني ولایت د عدلیې رياست تر مشرۍ لاندې د دغه ولایت د مقام له لورې توظیف شوي نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د غزني د مرکز په کلاه سبز ساحه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۷مه نېټه د ‌‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په نهمه ناحیه کې د. . .

BACK TO NEWS