د کابل ښار د لسمې ناحيې له ریاست سره د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د ریاست د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۹:۴۱
.

د کابل ښار د لسمې ناحيې له ریاست سره د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د ریاست د همغږۍ ناسته د ذوالحجې میاشتې په ۲۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د کابل ښار د لسمې ناحيې رئيس او د نوموړي مرستیالانو او د یادې ناحيې د ګذر وکیلانو په ګډون جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د حقوقي مرستو رئیس د حقوقي مرستو او حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامې او د ټولنې د ننګونو په حل کولو کې د هغې اهمیت په اړه په کې خبرې وکړې، ویې ویل چې زموږ خلک بې وزله او بې وسې دي او باید له هغوی سره همکاري او مرسته وشي او دغه کار د اسلامي امارت له مکلفیتونو څخه دی.

نوموړي زیاته کړه چې د عدليې وزارت مصمم دی ترڅو د وړیا حقوقي مرستو وړاندې کولو او د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامو جوړولو له لارې، د هیواد په کچه زموږ ګران ولس ته غوره خدمتونه وړاندې کړي او په همدې منظور یې له بېلابېلو ادارو سره غونډې جوړې کړي او د دغو برنامو د تطبیق څرنګوالي او عام ولس ته د ګذر د وکیلانو له لارې د پیغام استولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره کیږي.

په دغې ناسته کې، د کابل ښار د لسمې ناحيې رئیس د دغه ګذر د وکیلانو په استازیتوب د دغه راز برنامو جوړول وستایل او خلکو سره يې تر ټولو ستره معنوي مرسته وګڼله. نوموړي خپل پوښتنې او وړاندیزونه هم مطرح کړل چې د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس له لوري واوریدل شول او هغو ته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS