د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ۵۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۹

 د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ۵۰ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې ټوله یاده شوې ځمکه امارتي ده.

په دې ځمکه کې ۸ قطعې شاملې دي او د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په سیمه کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي او هغه یې امارتي تثبیت کړې وه خو د اشخاصو او افرادو د نه قناعت له امله او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یاده دوسیه په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه دغه ټوله ځمکه چې ۵۰ جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی.