د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوودخان ښارګوټی د اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس امارتي ثابت شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۰
.

د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د پغمان ولسوالۍ په قرابل کلي کې چې د سردار محمد داوودخان په نوم یادیږې، پر ۵۵۶ جریبه ځمکه باندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د دعوا په بررسۍ سره یاده شوې ټوله ځمکه امارتي تثبیت کړه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته یې وسپارله.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادې ساحې په بررسۍ سره، موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې لپاره اختصاصي محکمې ته استولې وه چې یادې محکمې د موجودو سندونو، دلایلو او شواهدو په دقیق او هر اړخیزې بررسۍ سره، یاد شوی ټول ښارګوټی امارتي تثبیت کړ.

یاده شوې ځمکه بلندآبه او تپه‌زاره ده او د دغې قضیې مدعی علیه د محکمې په لړ کې داسې سندونه او مدارک وړاندې نه‌شو کړلای چې ثابته کړي دا ځمکه د افرادو شخصي ملکیت ده ځکه چې په وړاندې شویو ځینو سندونو کې جعل او تزویر ترسره شوی وو. د دې پر وړاندې سندونه، املاکي دفترونه او د ځمکې د تصفیې سندونه د یادې ځمکې امارتي توب په ډاګه کوي چې په همدې دلیل یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون ته وسپارل شوه.

د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه  د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون  په همدې منظور رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون خپل ترڅنګ د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې لري او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.