د کابل ولایت میربچه کوټ ولسوالۍ له مقاماتو سره د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۰:۵۴
.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د پلان شوو برنامو پلي کولو او د چارو د لاښه تر سره کولو په منظور، د ذوالحجې میاشتې په ۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ له مقاماتو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د میربچه کوټ ولسوال، د محکمې قاضي او مفتي، امنیه قوماندان، د استخباراتو مسؤلینو، د دعوت او ارشاد، د ښوونې، د حقوقو، د اراضۍ، د کلیو د چارو او د نورو سیمه ییزو ادارو مسؤلینو حضور درلود.

په دغې ناسته کې، د حقوقي مرستو رئیس، د یاد ریاست پلان او کاري موخې معرفي کړې، ویې ویل چې د ټولنې له اړمنو او بې وزله وګړو سره د حقوقي مرستو وړاندې کول د افغانستان اسلامي امارت د نظام اساسي او مهمه دنده ده.

نوموړي زیاته کړه چې د عدلیې وزارت حقوقي مرستې بې وزله شکمن، تورن، محکوم علیه او مجني علیه له پاره د وړیا مدافع وکیل توظیف کولو او عام ولس له پاره د حقوقي پوهاوی ورکولو د برنامو جوړولو له لارې، وړاندې کوي.

د میربچه کوټ ولسوالې ولسوال، د حقوقي مرستو د ریاست برنامې ډېرې مهمې او اړینې وبللې، ویې ویل چې له خلکو سره د مرستو تر ټولو غوره لار همدغه ده. هغه زیاته کړه چې د یادې برنامې اغیزمنتوب په دې کې دی چې د ټولنې ستونزې په دائمې توګه محدودوي او یا له منځه وړي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د حقوقي مرستو ریاست د کاري برنامو پلي کولو له پاره د میربچه کوټ محلي ادارې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS