د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ له مقاماتو سره د حقوقي مرستو د ریاست د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۱:۱۸
.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲ نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو کارکوونکو په نسبت د موجود شک لري کولو او د همغږۍ په منظور د پغمان ولسوالۍ له مقاماتو سره یوه ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې، د پغمان ولسوال استاد خالد، د محکمې قاضي او مفتي، د حقوق، د دعوت او ارشاد، د ښوونې، اراضۍ ادارو استازو او د نورو سیمه ییزو ادارو مسؤلینو حضور درلود.

په دغې ناسته کې، د حقوقي مرستو رئیس د دغه ریاست د پلانونو او کاري برنامو له بیان څخه وروسته د پغمان ولسوالۍ د محکمې له قاضي څخه د دغه ریاست له حقوقي مرستندویانو سره د مسؤلانه او نیک چلند په خاطر مننه او قدرداني څرګنده کړه. نوموړي وویل چې د عدلیې وزارت حقوقي مرستندویان د آزاد مدافع وکیلانو په پرتله توپیر لري او د صورت دعوا، دفع دعوا او اعتراضیو په لیکلو او ترتیبولو سره قاضي ته آسانتیاوې رامنځته کوي او د اسلامي شریعت تطبیق او عدالت د پلي کېدلو له پاره غوره زمینه مساعدوي.

دغه راز د حقوقي مرستو رئیس د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامو په اړه معلومات ورکړل. ویې ویل چې د افغانستان خلک د خپلو حقونو او مکلفیتونو څخه خبر نه دي او اړتیا شته چې هغوی ته پوهاوی ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې د عدليې وزارت ځان ژمن او ملزم ګڼي چې خلک له خپلو حقونو او مکلفیتونو څخه خبر کړي.

د پغمان ولسوالۍ مقاماتو د حقوقي مرستو د ریاست برنامې د ټولنې د ښه والي لپاره اغیزمنې او ګټورې وبللې او ژمنه یې وکړه چې د دغې ولسوالۍ ادارې د حقوقي پوهاوي برنامو تطبیق له پاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS