د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ له مقاماتو سره د حقوقي مرستو د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۰:۱۸
.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري او له هغه سره مل پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ له مقاماتو سره د دغه ریاست د حقوقي مرستندویانو او عامه حقوقي پوهاوي کاري ستونزو د هوارولو په منظور د هغمږۍ ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې د ده سبز ولسوال مولوي جنت ګل سراج، د محکمې قاضي،امنیه  قوماندان، د علماو د شورا رئیس، د دعوت او ارشاد ادارې مسوول، د حج او اوقافو مدیر، د استخباراتو مسوول او د یادې ولسوالۍ نورو سیمه ییزو مسوولینو ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې، د حقوقي مرستو رئیس، د حقوقي مرستو او د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې په برخه کې د عدلیې وزارت کاري برنامو په اړه معلومات ورکړل او د دغې ولسوالۍ له اړوندو ادارو سره یې د حقوقي مرستندویانو موجودې ستونزې له هغوی سره شریکې کړې.

نوموړي د ده سبز د محکمې له قاضي څخه وغوښتل چې له حقوقي مرستدویانو سره همکاري وکړي او له هغوی څخه د دوسیو د پړاونو په تېرولو او د حق او عدالت پلي کیدلو کې کار واخلي.

په دغې ناسته کې، د ده سبز ولسوال د حقوقي مرستو د رئیس او د هغه د مل پلاوي له حضور څخه هرکلی وکړ او ښه راغلاست یې ورته وویل او د حقوقي مرستو له کاري برنامو څخه یې خوښي څرګنده کړه. نوموړي وویل چې د ګڼ شمېر وګړو او په ځانګړي توګه د ادارو د مراجعینو د ستونزو د هوارولو ریښه د هغوي خبرول دي. نوموړي ژمنه وکړه چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې به د یادو شویو برنامو د تطبیق په برخه کې له هیڅ ډول همکارۍ څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS