د کابل له شکردرې او چهار آسیاب ولسوالیو څخه د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۱۲:۴
.

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت د دوو تېرو ورځو په لړ کې ددغه ولایت له شکردرې او چهار آسیاب ولسواليو څخه لیدنه وکړه.

دغه هیئت د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ په کوچکین کلي کې د صدر اعظم باغ ځمکه تشخیص او تصفیه کړه. یاد  کلي کې د ۴۳۰ جریبه ځمکې متصرفینو ته استعلام وویشل شو او له هغوی څخه معلومات وغوښتل شول. یاد هیئت اړوند سندونه راټول او ددغې سیمې جي پي اس ټکي یې واخیستل.

دغه راز یاد هیئت د منشي میرغلام ښارګوټي په لیدنې سره، ددغه ښارګوټي حدود او مساحت يي مشخص کړل او د یاد ښارګوټي له مالکانو څخه یې سندونه وغوښتل.

په چهار آسیاب ولسوالۍ کې، هیئت له هغې ځمکې څخه چې د چهار آسیاب په کلي کې د دریو اشخاصو تر تصرف لاندې ده، لیدنه وکړه او له هغوی څخه یې سندونه وغوښتل.

په همدې حال کې، د کندهار ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د غصب پر حراموالي او له اخلاص او صداقت څخه د کار اخیستلو په اړه توصیه وشوه.

د افکو کمپنۍ مرستیال او نظارت کوونکي هم ناسته کې حضور درلود او له خپلو فعالیتونو څخه یې هیئت ته راپور ورکړ. دغه راز هغوی خپل غوښتنې او ستونزې له هیئت سره شریکې کړې.

.

په دغې ناسته کې،  په اوومې ناحيې کې د میرویس مینې سیمې، د جومات د ځمکې غصب، د ارغنداب ولسوالۍ د بولان کاریز په سیمه کې د امارتي ځمکې د تثبیت، د شکور کاریز او په یولسمه ناحیه کې د امارتي ځمکې د تثبیت او تفکیک او افرادو او اشخاصو ته د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

پر دې سربېره، د لوګر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د پل علم د آبچکان دښتې په اړه چې سیمه ییزو اوسیدونکو لخوا پرې کورونه جوړ شوي بحث او د نظر تبادله وشوه.

په دغې ناسته کې د یادې دښتې اړوند سندونو بررسي شول او د سندونو پر مخ مشخصه شوه چې دغه سیمه امارتي ده اود هغې ځيني محدودې برخې شخصي دي.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د یادې دښتې راپور مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS