د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د غصب شویو امارتي ځمکو پر استرداد ټینګار وکړ
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ربیعالثاني د میاشتې په ۲۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور کاپیسا ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤولینو سره یې وکتل او خبرې وکړې.
په دې سفر کې د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي حمدالله نعماني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاء الله عمري، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي محترم شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر محترم مولوي احسان الله وثیق، د کرنې وزارت د اراضۍ رئیس محترم مولوي محمود مظلوم او د کمېسیون نورو غړو د عدلیې له وزیر سره ملتیا وکړه.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د دغه سفر په ترڅ کې د کاپیسا له والي، د علماوو شورا، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت او نورو سیمه ییزو مقاماتو سره یوه ناسته جوړه کړه او پهکې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو پر استرداد ټینګار وشو.
په دې ناسته کې د عدلیې وزیر د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون دوهکلن فعالیت د اسلامي امارت ستره لاسته راوړنه وبلله او دغه راز له خلکو سره یې د امارتي ادارو د مسؤولینو پر نیک تعامل ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې نظام په یوه هېواد کې ملت لپاره د پلار حیثیت لري او دا اړینه ده چې پلار د خپلو اولادونو اړتیاوو ته رسیدګي وکړي او د هغوی د اصلاح فکر وکړي، نه د هغوی تلف.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د سرپناه لرل د ټولو خلکو حق دی او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له آرمانونو او هېلو څخه هم دا ده چې د هېواد ټول اوسیدونکي کور او سرپناه ولري او څو ځله یې پر دې موضوع ټینګار کړی دی. نوموړي وویل چې اسلامي نظام مسؤولیت لري ترڅو د ولس دا حق تامین کړي او په دې هکله به لازیاتې هلې ځلې ترسره شي.
په یاده ناسته کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، محترم مولوي عطاءالله عمري وویل چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د نورو ستونزو د رامنځته کېدو سربېره، امارتي ځمکې هم په ټول هېواد کې په پراخه کچه غصب شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې اوسمهال د افغانستان اشغال پای ته رسیدلی او په ټول هېواد کې آزادي او امنیت تامین شوي او د ټولو امارتي غصب شویو ځمکو استرداد ته جدي اړتیا ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په همدې موخه رامنځته شوی دی.
د کور او ښار جوړولو وزیر، محترم مولوي حمد الله نعماني هم په دې ناسته کې وویل چې امارتي ځمکې د ملي شتمنۍ په عنوان په تېرو ۴۰ کلونو کې غصب شوي او داسې ادارې شتون نه درلود چې ټولې ځمکې تصفیه کړي. نوموړي د استرداد شویو ځمکو پر اغیزمنې ګټې اخیستنې هم ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د چارو ادارې عمومي رئيس، محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په تېرو کلونو کې د زورواکو لهخوا د ځمکو پراخ غصب ته په اشارې سره وویل چې، دمګړۍ داسې نظام حاکم شوی چې دغه ځمکې له زورواکو څخه بېرته اخلي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر تېرو حکمتونو، غصب لپاره زمینه برابروله.
د سترې محکمې استازي، محترم شیخ عبدالصمد حقاني د امارتي ځمکو د تصفيې اړتیا ته اشاره وکړه او ویې ویل چې، تخنیکي هیئت دې له خلکو سره ښه تعامل ولري او د خلکو تر تصرف لاندې د ځمکو امارتي توب په اړه دې هغوی ته قناعت ورکړي.
له بلېخوا د کاپیسا والي، محترم قاري احسان الله بریال وویل چې په دغه ولایت کې زیاتې ځمکې غصب شوي او ډاډ یې ورکړ چې د ولایت مقام او د دغه ولایت سیمه ییزې ادارې به له تخنیکي هیئت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون سره د امارتي ځمکو د استرداد په برخه کې همکار واوسي. دغه راز نوموړي وویل چې په یاد ولایت کې ګڼ شمېر بېسرپناه وګړي ژوند کوي او اړتیا ده چې دغې ستونزې ته رسیدګي وشي.
په یاده ناسته کې د یو شمېر سیمه ییزو ادارو مسؤولینو خبرې وکړې او یاد کمېسیون سره یې له خپلې همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.