د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او اړوندې اختصاصي محکمې د فیصلو د تطبیق طرزالعمل توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۰:۳۴
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د امارتي غصب شویو ځمکو  د استرداد کمېسیون او اړوندې اختصاصي محکمې د فیصلو د تطبیق طرزالعمل د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۱۳مه نېټه په ۱۴۷۶ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ. 

په دې طرزالعمل کې یوه مقدمه، دوه بابونه، درې فصلونه او ۳۰ مادې شاملې دي چې د امارتي غصب شویو ځمکو اړوندو دوسیو د مراحلو تېرولو څرنګوالی، د کمېسیون او د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د فیصلو تطبیق، د فیصلو په تطبیق کې له هر ډول مداخلې څخه مخنیوی، د پرېکړو تطبیق لپاره د پولیسو خاصې او مجهزې قطعې رامنځته کول او نور موارد په‌کې بیان شوي دي.

د یاد طرزالعمل د تطبیق مرجع د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون دی او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه، د استخباراتو عمومي ریاست، والیان، ښاروالان، ولسوالان او نورې امارتي مراجع هم مکلفې شوي څو له کمېسیون او اړوندو ولایتي تخنیکي هيئتونو سره د غوښتنې مطابق په ساحه کې هر اړخیز اجراآت وکړي.

په دې طرزالعمل کې ولایتي تخنیکي هیئتونه موظف شوي چې د کمېسیون د فیصلې له ترلاسه کولو وروسته تر ۱۰ کاري ورځو پورې هغه په ساحه کې تطبیق کړي او که غاصب یا غیر شرعي ذوالید پر فیصلې باندې قناعت نه درلود، موضوع دې اړوندې اختصاصي محکمې ته محول شي. دغه راز یاد هیئتونه مکلف دي چې د اختصاصي محکمې د پرېکړې ترلاسه کولو وروسته هغه په ساحه تطبیق کړي.

یاد طرزالعمل د کمېسیون د فیصلې په تطبیق کې د امارتي مسئولینو ممانعت یا مداخله او یا له غاصبینو څخه د هغوی ملاتړ جرم بللی او کمېسیون یې موظف کړی چې داسې اشخاص محکمې ته وروپېژني.  که امارتي مسئولین د کمېسیون یا اختصاصي محکمې د فیصلې له تطبیق څخه ډډه وکړي یا په دې بهیر کې خنډ رامنځته کړي او یا له غصب څخه ملاتړ وکړي د کمېسیون په تجویز، د اړوندې ادارې په واسطه له کار څخه ګوښه کېږي.

په دې طرزالعمل کې د کمېسیون او اختصاصي محکمې د فیصلو د تطبیق په منظور د پولیسو یوه خاصه قطعه چې شمېر یې لږ تر لږه ۲۵۰۰ تنه وي هم په پام کې نیول شوې ده. دا قطعه د کورنیو او دفاع وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست په همکارۍ رامنځته کېږي او د کمېسیون او تخنیکي هیئتونو د هدایت مطابق به اجراآت وکړي.

محترم هېوادوال کولی شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.

ډیټابېس:  http://laws.moj.gov.af/ShowLawPashto.aspx

تلګرام: https://web.telegram.org/k/#@ministryofjusticeafghanistan