د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د سیمینار جوړیدل

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۱۰:۲
.

د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د ربیع الثاني میاشت په ۲۰ نېټه د سه شنبې په ورځ ددغه کمېسیون دمقررې د تشریح په منظور یو ورځنی سیمینار جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې چې د ملکي خدمتونو د انستېتوت د غونډو په تالار کې جوړه شوه، د عدلیې وزارت سرپرست او ددغه کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د یاد کمېسیون غړو او د ۱۶ ولایتونو د ادارو رییسانو چې په ولایتونو کې ددغه کمېسیون د تخنیکي ټیم غړیتوب لري، ګډون کړی وو.

.

په دغه سیمینار کې، د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د مقررې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د ولایتونو د ادارو رییسانو ته مفصل معلومات وړاندې شول.

د عدليې وزارت سرپرست د خپل وینا په لړ کې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون غړي معرفي کړل او ویې ویل چې، یاد کمېسیون ددغه کمېسیونو د فعالیتونو په اړه په اوونۍ کې دو ځله خپلو کې ناسته ترسره کوي.

د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست په دغه سیمینار کې وینا وکړه او ویې ویل چې د ځمکو غصب په هېواد کې له مهمو ستونزو څخه دی چې هم د افغانستان خلک او هم حکومت یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

.

د چارو د ادارې لوی رییس هم د غصب د جرم کېدلو په اړه وینا وکړه او ويې ویل چې غصب علاوه له دې چې جرم دی، په شریعت او عرف کې هم بد ګڼل کېږي. هغه زیاته کړه چې دغه موضوع په ټولنه هم منفي اغیزه لري او په ټولنه کې د بې عدالتۍ لامل کېږي.

دغه راز د چارو د ادارې رییس د ځمکو د غصب کمېسیون ته په اشارې سره وویل چې دغه کمېسیون د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د مقررې له جوړیدو او د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله له لوري له تایید څخه وروسته، په عملي بڼه په کار پیل کړی دی.

.

په یاد سیمینار کې، د لوی څارنوالۍ سرپرست، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست او د کرنې، اوبو لګولو او د مالدارۍ وزارت سرپرست هم په ترتیب سره وینا وکړه او د ولایتونو له تخنیکي ټیمونو څخه یې وغوښتل چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې فعاله ونډه ولري.

د یادونې وړ ده چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون  مقرره په ۴ فصلونو او ۲۱ مادو کې ترتیب شوې او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له لوري توشیح شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS