د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د کار له پیل څخه تر دې دمه د ۱.۵ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې استرداد

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۴:۵
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ  پروان ولایت ته سفر وکړ. یاد کمېسیون په دغه ولایت کې د یوې ناستې پر مهال اعلان وکړ چې د تېرو ۱۵ میاشتو په اوږدو کې د هېواد په کچه کابو ۱.۵ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې استرداد شوې دي.

دا سفر د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ او د پروان ولایت له مقاماتو او مسؤولینو سره د خبرو او همغږۍ په موخه ترسره شوه او په هغې کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، دکور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو د وزارت معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د یاد کمېسیون مشرتابه د پروان ولایت له والي او د دغه ولایت له نورو ملکي او نظامي مقاماتو او مسؤولینو سره ناسته جوړه کړه او په هغې کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې، یاد پلاوي  د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د دغه ولایت د مشرتابه فعالیتونه او کړنې وستایلې او د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون او یو شمېر نورو مهمو ټکو په اړه يې توضیحات وړاندې کړل.

د عدليې وزارت سرپرست په یاده ناسته کې، دغه ولایت ته د کمېسیون د مشرتابه پلاوي د سفر موخې د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د فعالیتونو بررسي او ارزونه، د امارتي ځمکو د غصب او د تثبیت اړوندو دوسیو بررسي یادې کړې.

نوموړي د دغه کمېسیون غړي د یاد ولایت مقاماتو ته ور وپېژندل او د ځمکو د غصب له تخنیکي هیئت سره یې د یاد ولایت د سیمه ییزو ادارو په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او د علماوو د شورا او د یاد ولایت د حج او قافو له ریاست څخه یې هم وغوښتل چې د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.

په دې ناسته کې د کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق د کمېسیون د کار له پیل راهیسې په ټول هېواد کې له غاصبینو څخه د کابو ۱.۵ میلیونه جریبه غصب شوې امارتي ځمکې له استرداد څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې کابو ۴۰۰ زره جریبه نوره ځمکه هم د یاد کمېسیون تر کار لاندې قرار لري. د نوموړي په وینا د یاد کمېسیون د کارونو پرمخ وړلو لپاره لارښوود، کړنلاره او جامع قانون هم لیکل شوي او نافذ شوي دي.

له بلې خوا د پروان ولایت والي یاد ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او له دغه کمېسیون او د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره یې د پروان ولایت د مقاماتو د لازیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

په دغې ناسته کې د یاد کمېسیون نورو غړو هم د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو امارتي ځمکو استرداد د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او اسلامي امارت مصمم دی چې غصب شوې ځمکې بېرته له زورواکو څخه واخلي. هغوی په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره د سیمه ییزو ادارو په همکارۍ هم ټینګار وکړ.

په یاده ناسته کې د پروان ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو هم د دغه ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي په یاد ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي کړې او په دغې برخه کې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له يو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ د هرات ښار په اتمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۲۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د مرکز، جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې له ۲۵ دارالوکالو څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د کونړ ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۱ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS