د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ګډ کار رسماً پیل شو

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۲:۲۸
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون او د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ګډ کار د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۱۰ نېټه د شنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو او د تخنیکي هیئت په حضور سره د یوې ناستې په ترڅ کې رسماً پیل شو.

.

په دغې ناسته کې چې د کلام الله مجید د آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، د کمېسیون غړو هر یو د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، لوی څارنوال مولوي شمس الدین شریعتي او د سترې محکمې د دارالانشاء رئیس مفتي عبدالرشید او د کابل ولایت د تخنیکي هیئت رئیس او غړو حضور درلود.

د عدليې وزارت سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په دغې ناسته کې د کابل ولایت د تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او اړین موضوعات يې بیان کړل.

.

دغه راز په یاده ناسته کې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د نادرخان تپې د ساحې اوسیدونکي او د میرویس ښارګوټي مسوولین  او اوسیدونکي وغوښتل شول او د کمېسیون مشرتابه له هغوی سره  په دغو ساحو کې د هغوی په تصرف کې د ځمکو په اړه هر اړخیز بحث وکړ.

په دغې ناسته کې د کمېسیون مشرتابه له یادو شویو افرادو او اشخاصو څخه قانوني سندونه وغوښتل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS