د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او د کابل ولایت د تخنیکي هیئت ګډ کار دغه ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په منظور پیلیږي

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۹:۳
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه د عدليې وزارت د سرپرست او ددغه کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې د میاشت په ۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ولایت له والي او نورو اړوندو مقاماتو سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې، د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د کرنې وزارت سرپرست، د ښار جوړولو وزارت سرپرست، لوی څارنوال، د سترې محکمې د دارلانشا‌ء رئیس، د ځانګړې محکمې د رئيس او قاضیانو، د کابل والي، او ددغه ولایت ښاروال، امنیه قوماندان او د استخباراتو رئیس، د کابل ولایت د تخنیکي هیئت غړو او ددغه کمېسیون سکرتر حضور درلود.

.

په دغې ناسته کې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رئیس د یاد کمېسیون غړي معرفي کړل او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد اړوند د مقررې او لایحې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

په دغې ناسته کې، ددغه کمېسیون رئیس ننګرهار ولایت ته ددغه کمېسیون د سفر د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه ولایت په سفر ته سره ددغه کمېسیون ګډ کار له ولایتونو سره پیل شوی دی. نوموړي زیاته کړه د ننګرهار ولایتي ادارې له یاد کمېسیون سره هر اړخیزه همکاري وکړه او په دغه ولایت کې زیات کارونه ترسره شول.

.

په دغې ناسته کې، د کابل والي، امنیه قوماندان، د استخباراتو رئیس، د مرافعه محکمې رئیس او ددغه ولایت د علماو د شورا له دغه کمېسیون سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دغې ناسته کې د کابل ښاروال وویل چې دغه اداره له بشپړو معلوماتو څخه وروسته خلکو ته د ودانیزو کارونو اجازه ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې په قبالو کې په بشپړه معنا جعل او تزویر شوی او له دغې لارې زیات غصب ترسره شوی دی. نوموړي له دغه کمېسیون سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۸
Background image

د عدلیې وزارت پنځه کلنه برنامه د مؤظفې کمېټې لخوا تایید شوه

 د عدلیې وزارت د پنځه کلنې برنامې د نهايي کولو په موخه د مؤظفې کمېټې ناسته د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۷مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد وزارت د مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د پروان ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د پروان ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې د یاد ریاست په مقر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د بلخ ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۴مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د یاد ولایت مرکز مزار شريف ښار اړوند په لسمه ناحيه کې د کورونو د کرایې د کنټرول. . .

BACK TO NEWS