د ځمکو د غصب د مخنیوي د مرکزي کمېسیون او د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ګډې ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۰:۱
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد د مرکزي کمېسیون او د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ګډه ناسته د روژې میاشت په ۱۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست او د کمېسیون رئیس شیخ‌الحدیت مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د کمېسیون د غړو او د کابل د تخنیکي هیئت په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې چې د کلام الله مجید د آیتونو په تلاوت سره پيل شوه د کمیسیون غړو هر یو د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني او لوی څارنوال مولوي شمس الدین شریعتي او د کابل ولایت د تخنیکي هیئت غړو حضور درلود.

په دغې ناسته کې د میرویس ښارګوټي د مالکانو سندونه او اړوند قبالې د کمېسیون او تخنیکي هیئت لخوا بررسي شوې. د ښارګوټي مالکانو هم کمېسیون ته د سندونو په تړاو اړین معلومات وړاندې کړل.

په یاده ناسته کې د عدليې وزارت د امارت د قضایاو لوی رئیس د حبیب‌الله ځاځي ښارګوټي د بررسۍ له پاره د موظف شوي هیئت راپور وړاندې کړ.

کمېسیون یو هیئت د امارت د قضایاو د لوی رئیس په سرپرستۍ موظف کړ ترڅو د چهارشنبې په ورځ میرویس ښاروګوټی یو ځل بیا له نږدې څخه بررسي کړي او خپل راپور یاد کمېسیون ته وړاندې کړي.

یو شمېر نور موضوعات هم په دغې ناسته کې بحث او بررسي لاندې ونیول شول او د هغو په تړاو لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS