د پکتیکا ولایت د عدلیې رياست کارمندانو لپاره زده کړیيزه برنامه جوړېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۴:۳۶
.

د عدلیې وزارت د بشري رياست، د پکتيکا ولایت عدلیې رياست کارمندانو لپاره د (د امارت د قضایاو اداري او مسلکي زده کړې) تر سرليک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړییزه برنامه د ياد رياست په مقر کې جوړه کړه.

در افتتاحیه این برنامه آموزشی که روز شنبه، ۲۰ صفرالمظفر در ریاست عدلیه پکتیکا برگزار شد، قاری شکرالله احمد، رییس عدلیه این ولایت، آموزگاران آمریت ارتقای ظرفیت ریاست منابع بشری وزارت عدلیه و دیگر مسوولین حضور داشتند.

د یادې زده کړه ییزې برنامې په پرانیسته کې چې د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ د پکتیکا د عدلیې په ریاست کې جوړه شوه، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئيس قاري شکر الله احمد، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت ښوونکو او نورو مسئولینو ګډون درلود.

په دې زده کړه ییزه برنامه کې چې شپږو ورځو لپاره به دوام وکړي، د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست ۲۵ تنو مسلکي کارمندان به د امير المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو، د دفاعیې، راپور او مکتوب ليکنې او د اړیکو او مفاهمې  مدیریت په اړه هر اړخيز معلومات ترلاسه کړي.

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه په دوامدراه توګه ورته برنامې جوړوي ترڅو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو د لازیاتې پیاوړتیا سبب شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS