د پکتیکا ولایت د عدليې رییس د دغه ولایت د موټرپلورنځیو له مسوولینو سره وکتل

waheed
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۴:۵۹
.

د پکتیکا ولایت د عدليې رییس مولوي حیات الله آمین د ربیع اولاول میاشتې په ۱۰ نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت د ښرنۍ ښار او د ارګون او زرغون شهر ولسوالیو د موټرپلورنځیو له یو شمېر مسوولینو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، د عدليې رییس د موټرپلورنځیو خاوندانو ته توصیه وکړه چې خپلې معاملې د اسلامي امارت له پالیسېو سره سم سرته ورسوي او په خپلو معاملو کې له افغانۍ پیسو څخه کار واخلي ځکه چې دغه کار سره هم د امیر المومنین حفظه الله امر پلي کیږي او هم په بازار کې د افغانۍ پیسو ارزښت ساتل کېږي.

1000

هغه ټینګار وکړ چې افغانۍ پیسې زموږ ملي هویت دی او ترویج یې د هر افغان ملي او دیني وجیبه ده.

د موټرپلورنځیو مسوولینو د دغه ولایت د مقام د لیکل شوو لارښوونو هرکلی وکړ او د اسلامي امارت ټولو اصولو ته يې د وفادارۍ او د رعایتولو ژمنه وکړه.

د موټرپلورنځیو مسوولینو خپلې ستونزې د عدليې له رییس سره شریکې کړې او له هغه يې وغوښتل چې د دغو ستونز په حل کې له هغوی سره همکاري وکړي.

د عدليې رییس له هغوی سره ژمنه وکړه، چې د هغوی ستونزې له اړونده مسوولینو او مقاماتو سره شریکوي او هغو ته به د حل لار وموندي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS