د پکتیکا ولایت تخنیکي هیئت د یاد ولایت په مرکز کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۴:۲۵
.

د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې میاشت په ۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز اړوند تاروخیل او ډب ساحې ته ولاړ او د دغو ساحو د متصرفینو د تشخیص په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

.

یاد شوي هیئت مشخصه کړه، چې د متصرفینو لخوا په تاروخیلو ساحه کې څه دپاسه ۵۰۰۰ کورونه جوړ شوي او پر دې سر بېره، لسمه برخه یې د متصرفینو کرکیلې لاندې نیول شوې او پاتې ځمکه يې شاړه ده.

دغه راز یاد شوي هیئت ډب ساحې ته ولاړ او د هغې کروکي، سکیچ او پولې مشخصې کړې او سندونه يې پرې تطبیق کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS