د پکتیا ولایت په زندان کې د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامې جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۵:۳۵
.

د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو آمریت، د ذوالقعدې میاشتې په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په زندان کې د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړه کړه.

په یاده برنامه کې، د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو آمر مولوي امین الله او د یاد ریاست د عامه پوهاوي مدیر ګډون کړي وو او دغه زندان کې ۲۰۴ تنو محبوسینو ته یې حقوقي پوهاوی وړاندې کړ.

یاد شوي هیئت لومړی د دغه زندان له مسوولینو سره وکتل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د بې وزلو زندانیانو نوملړ ترتیب کړي او د دغه ولایت د استیناف محکمې له ریاست سره یې شریک کړي ترڅو د هغوی له لوري له عدلیې ریاست سره شریک شي او هغوی له پاره وړیا مدافع وکیل وټاکل شي

وروسته یاد شوي هیئت په دغه زندان کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه ترسره کړه او د یاد زندان محبوسینو ته یې د دفاع وکالت د تعریف، د وکالت ډولونو او په حقوقي او جزائي قضیو کې د مدافع وکیل د تعیین په اړه پوهاوی ورکړ.

د پکتیا ولایت د زندان مسوولینو د عدليې ریاست له تل پاتې همکاریو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د دغه راز برنامو د جوړیدلو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS