د پکتیا ولایت له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۵:۳۶
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت رباط او چوڼۍ ساحو ته ولاړ او هغه ځمکې چې ګمان کیږی امارتي دي بررسي کړې.

هیئت وړاندې د هغو ځمکو هر ډول مالکانه تصرف منع کړی وو چې د امارتي توب اټکل یې کېږي خو ځینو افرادو په دغې ساحه کې تصرفات پیل کړي وو.

تخنیکي هیئت په یادې شوې ساحه کې نوي جوړ شوي تاسیسات ویجاړ کړل او یو متصرف یې ونیو او اړونده ارګانونو ته يې معرفي کړ. یاد شوي هیئت د دغه متصرفینو تخنیکي او ودانیز وسایل هم ضبط کړل.

تخنیکي هیئت یو ځل بیا د یادو ساحو پر اوسیدونکو ټینګار وکړ چې له نویو تصرفاتو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۸:۵۲
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

په کندز ولایت کې د شمال‌شرق زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۲مه نېټه د یکشنبې په ورځ، په کندز ولایت کې له شپږو دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۳۹
Background image

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالرازق مرزوقي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۷۶۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي هيئت په دې. . .

BACK TO NEWS