د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې میاشت په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د تېرې اوونۍ راپور په کې وړاندې شو او د راتلونکي اوونۍ له پاره هم پلان جوړ شو.
په دغې ناسته کې یاد هیئت پریکړه وکړه چې د چوڼۍ، رباط او د هوايي ډګر د جنوب ساحو سندونه مرکزې کمېسیون ته واستول شي. دغه راز پریکړه وشوه چې د ګورجي او مموزیو ساحو د ماليي ورکوونې سندونه د هغو د معلوماتو ترلاسه کولو له پاره، د یاد ولایت د ځمکو آمریت ته واستول شي.