د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ د خلکو تر منځ د شخړې حل په منظور یو پلاوي یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
.

د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ د بلوت پطله او علیسنګي قومونو تر منځ د لري دار غره د جلغوزیو پر حاصلاتو اوګټو له ډېرو کلنو را په دې خوا دعوا او لانجه روانه وه.

د یادې شخړې د حل او د مدعابها او ذوالیدی (متصرفو)  تر منځ د پولو ټاکلو په منظور  د اړونده ادارو له استازو څخه یو پلاوی چې د پکتیا د عدلیې ریاست استازي هم په کې حضور درلود، وټاکل شو.

یاد پلاوي د صفرالمظفر په ۱۴ او ۱۵ نېټو د یاد شوو قومونو  د مشرانو په حضور کې د  شته سند پر مطابق د شخړې له سیمې څخه لیدنه وکړه او هر اړخیزه بررسي یې ترسره کړه. د یادې موضوع د لا روڼتیا په منظور پلاوي له اړونده مراجعو او د دعوا دواړو برخو څخه رسماًُ د معلوماتو غوښتنه وکړه.

ګمارل شوي پلاوي  د خپلو کتنو او بررسیو راپور ترتیب او مسوولو مراجعو ته یې وسپاره ترڅو وروستۍ پرېکړه وکړي او دغه شخړه پای ته ورسوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړېدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزیر د رسمي جریدو او نورو رسمي سندونو د چاپ له بهیر څخه لیدنه وکړه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د بهیر ګروپ په شرکت کې د رسمي جریدو، تقنیني سندونو او درسي نصاب د چاپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS