د پکتیا ولایت د علماوو شورا پلاوي د یاد ولایت له عدلیې ریاست څخه کتنه وکړه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۱:۵۱
.

د پکتیا ولایت د علماوو شورا پلاوي د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د عدلیې له رئیس مولوي محمد رییس محمدي او د دغه ریاست له آمرینو او کارمندانو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې چې د عدلیې ریاست په مقر کې ترسره شوه د پکتیا ولایت، عدلیې رئیس د یاد ولایت د علماوو شورا د پلاوي هرکلی وکړ او د یاد ریاست د کړنو، لاسته راوړنو او فعالیتونه په اړه یې هغوی ته معلومات ورکړل. دغه راز نوموړي د یاد ریاست ستونزې او ننګونې هم له هغوی سره شریکې کړې او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکی شو.

د پکتیا ولایت د علماوو د شورا پلاوي هم د دغې شورا د دندو او مسؤولیتونو په اړه معلومات ورکړل ویې ویل چې دغه شورا په دې ولایت کې د ټولو امارتي ادارو د بررسۍ او پلټنې او د اسلامي امارت له مقاماتو سره د هغو د ستونزو شریکولو مسؤولیت په غاړه لري.

د پکتیا ولایت د علماوو د شورا پلاوي د عدلیې ریاست له بېلابېلو برخو او فعالیتونو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ او د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې یې واوریدې. هغوی ژمنه وکړه چې ستونزې یې د اسلامي امارت له مقاماتو سره شریکوي او د هغو د حل په برخه کې به هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS