د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس د احمدخېلو او ميرزکې ولسوالیو له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۱:۲۴
.

د پکتیا ولايت د عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او له هغه سره مل پلاوي، د یاد ولایت احمد خېلو او ميرزکې ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولينو سره یې وکتل.

د دغو کتنو په ترڅ کې د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس د یو لړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي په برخه کې یې په لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.

نوموړي د امارت د قضایاو د مدیریتونو، د حقوقي مساعدینو، مدافع وکیلانو، خیریه بنسټونو، د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو په برخو کې ستونزې د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولینو سره شریکې کړې چې هغوی د دغو ستونزو د حل کولو  ډاډ ورکړ.

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د شته ستونزو د لرې کولو او د کاري خنډونو له‌منځه وړلو په موخه د یاد ولایت د نورو ولسوالیو له مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۱
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۴۴
Background image

په کابل ښار کې ۶ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۳۳
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او د استيناف محمکې د رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او د استيناف محکمې د ریاستونو ترمنځ د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د استيناف محکمې په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS